پيژندګلوي

                        

د ښاغلي استاد سيدعمر صديقي لنډه پيژندګلوي

sayedomarsediqi2014@gmail.com   ایمیل:

تیلفون: 0700715684 ــــ 0789715562

د ښاغلي استاد سيدعمر صديقي لنډه پيژندګلوي

ښاغلي پوهنوال  سيدعمرصديقي  د حاجي جانان زوی د جلات خان لمسی په  (۱۳۴۵ل) کال د تخار ولايت ختيځ خواته د لوګريانو کلي  په يوه دينداره کورنۍ کې دې  پاني نړۍ ته سترګې غړولې دي، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ابوعثمان تالقاني په ليسه کې سرته رسولې دي. د کانکور له ازموينې  وروسته  په (۱۳۶۲ل) کال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې شامل شوی. نوموړی زيار کښ او هڅاند دی  دلوړو کدري نمرو په اخستلو سره په  (۱۳۶۵ل) کال د نوموړې څانګې څخه فارغ شوی. په  (۱۳۷۱ل) کال کې د ابوعثمان تالقاني په لېسه کې د استاد په صفت مقرر شوی او اوه کاله يې په ياده  لېسه کې په ښه شان دنده سرته رسولې  اوله ۱۳۷۸- ۱۳۸۰کلونوپورې يې دسيدعبدالرحمن شهيدپه منځني ښوونځي کې داستادۍ دنده سرته رسولې ده  .

په کال (۱۳۸۱) د تخار پوهنتون د استاد په صفت مقرر شوی او تدريسي چارې يې هم سرته رسولي دي. نوموړی د (۱۳۸۵) کال  څخه تر(۱۳۸۹ل) کال پورې د ادبياتو  پوهنځي  رياست مرستيال او دپښتو څانګې د آمر په صفت دنده سرته رسولې ده.  نوموړي په (۱۳۹۰ل) کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې د ماسترۍ پروګرام کې شامل شوی اوپه ۱۳۹۱کې د ياد  پروګرام څخه فارغ شوی دی.

نوموړي استاد د تخار پوهنتون د علمي شوراغړی ،دپوهنتون درهبري شورا،  د پوهنځي علمي شورا، د پوهنتون د استادانو د ترفيعاتو د کميټې غړی ،د خپرونو (نشراتو)د کميټې غړی ،همدارنګه دپوهنتون دعلمي مجلې غړی او د تخار پوهنتون د پلان جوړولو په کميټه کې هم غړيتوب لري.

درانه استاد په (۱۳۹۶ل) کال کې د پوهنوالۍ علمي رتبه تر لاسه کړې ده او د استادانو په علمي کنفرانسونو کې تر دې دمه د ژوري هيئت په حيث ونډه اخلي، همدارنګه دريسرج او څېړنې په ورکشاپونو کې هم ګډون کړی او په پښتو، دري ، ازبکي اوروسي  ژبو ښه پوهيږي او ليکنه پرې کولی شي؛ د تخار پوهنتون د ژبواو ادبياتو پوهنځي لوړې رتبې درلودونکی استاد دی. تر اوسه يې درې څېړ نيز آثاراويوتاليفي اثر ليکلي دي چې تراوسه پورې يې څېړنيزاثارنه دي چاپ شوي اوتاليفي اثريې چې ددرېيم ټولګي منثورمتون په نامه دی دلوړوزده کړو وزارت له نصاب سره سم ليکل شوی اودافغانستان په پوهنتونونوکې تدريسېږي له نېکه مرغه  دغه اثر چاپ شوی دی اوهمدارنګه يې دکابل پوهنتون په علمي مجله کې شپږعلمي مقالې اودتخار پوهنتون په علمي مجله کې درې علمي مقالې خپرې شوي دي .

   نوموړی استاد ديارلس سوه څلورنوي کال  راپه دې خوا دتخارپوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي د رياست دنده هم پرغاړه لري  .